د ژغورنې نړیواله کمېټه «IRC» وايي چې د اقلیمي بدلون ترڅنګ د وسله‌والو نښتو زیاتوالی او د نړیوالو مالي ملاتړ کوونکو کمښت به راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې په نړیواله کچه بشري ناورینونه لاپسې پراخ کړي.

دې کمېټې په خپل تازه راپور کې د نړۍ ۲۰ داسې هېوادونه په ګوته کړي چې راتلونکی کال به د بشري ناورینونو له ګواښ سره مخ وي. له ګواښ سره مخ کېدونکي ډېری هېوادونه افریقا کې ښودل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس نن «پنج‌شنبه، نومبر ۱۴مه» په یوه راپور کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې له قوله ویلي، روان ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په کچه د اړمنو کسانو شمېر له ۳۰۰ میلیونه اوښتی دی.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، هغه کسان چې ټوله نړۍ کې له خپلو مېنو په زور اېستلو ته اړ شوي، شمېر یې ۱۱۰ میلیونه ته رسېدلی دی.

په راپور کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې «IRC» مشر ډېوېډ مېلېبند له قوله ویل شوي: «دا تر ټولو خراب وخت دی. د اقلیمي بدلون او ښځو ځواکمنتیا ترڅنګ باید د خلکو او بې‌ځایه شویو کورنیو ملاتړ وشي او د معافیت مخنیوي په اړه باید اقدامات وشي.»

په خپور شوي راپور کې د افریقا صحرا نهه هېوادونه، له اسیا څخه افغانستان او میانمار، منځني ختیځ کې لبنان او یمن، اروپا کې اوکراین او سوېلي امریکا کې اېکوادور او هایټي هغه هېوادونه یاد شوي چې راتلونکی کال به بشري ناورینونو سره مخ وي.

یاد ۲۰ هېوادونه که څه هم د نړۍ لس سلنه نفوس جوړوي، خو په نړیواله کچه ۸۶سلنه بشري اړتیاوې لري او د نړۍ ۷۰سلنه بې‌ځایه شوي هم په همدې هېوادونو کې دي. دغه هېوادونه د اقلیمي بدلون او شدیدې لوږې له ګواښ سره هم مخ دي.

سوډان چې تېر کال په دې نوملړ کې نه‌و، سږکال تر ټولو مخکې دی او د یاد هېواد کورنۍ جګړې ته په نړیواله کچه پام وراوښتی دی. غزه بیا داسې حال کې ۲۰۲۴ کال ته ورننوځي چې نړۍ کې د ملکیانو لپاره تر ټولو مرګونی ځای بلل شوی دی.

په راپور کې راغلي که څه هم ځینې افریقايي هېوادونه د معیاري ژوند پر لور ګامونه اخلي، خو جګړې، کودتاوې او له امله رامنځته کېدونکي فقر په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اېکودور هم چې د لومړي ځل لپاره دې نوملړ ته ورګډ شوی، د جنایي جرمونو زیاتوالی چې حکومت یې ډېری وخت د نشه‌يي توکو قاچاق وړونکو پورې تړلي او د ناروغیو له امله ناوړه اقتصادي اغېزې دغه هېواد د ګواښ تر پولې رسولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام