Asset 1SWN

پل‌علم ښاروالي په ۱۱میلیونه افغانیو د کوڅو او کانالونو د جوړېدو چارې پيل کړې

---------------

د لوګر پل‌علم ښاروالي چارواکي وایي چې د مرکز پل‌علم ښار اړوند سټېډیوم سیمه کې د درېوو کېلومټره کوڅو او کانالونو د بیارغونې چارې پيل شوې.

د لوګر د پل‌علم ښاروال اسحاق سعید سلام‌وطندار ته وویل چې دا کوڅې او کانالونه د پل‌علم ښاروالي له‌خوا د یوولس میلیونه افغانیو په مالي لګښت په راتلوونکو شپږو میاشتو کې جوړېږي چې له پرانیستې سره به یې سلګونه ښاریانو ته اسانتیا رامنځته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سعید زیاته کړه چې هڅې روانې دي، څو د پل‌علم ښار په نورو سیمو کې هم د سړکونو، واټونو، کانالونو او د پارکونو د بیارغاونې چارې پيل کړي.

نوموړي د پل‌علم له ښاریانو وغوښتل چې د ښار په پاک ساتلو او پراختیا کې له ښاروالي سره همکاري وکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د پل‌علم ښاروالي له لوري د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د بابوس ویالې د پاسه سړک غاړو کانالونو، پلچکونو او په سړکونو د جغل اچونې پروژه پيل شوه چې په درېوو میاشتو کې به بشپړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام