Asset 1SWN

راشدخان د شل اووره سیالیو غوره توپ‌اچوونکی شو

Rashid-Khan

د کرېکټ نړیوالې شورا يا ای‌سي‌سي د تازه درجه بندۍ له مخې راشد خان په شل اووره نړېوالو سياليو کې لومړی ځای خپل کړی دی.

نوموړي په ۶۹۲ امتيازونو سره دغه مقام ته غوره شوی. د هند ورو توپ‌اچونکي رافي بېشنوی هم د ورته امتيازونو په لرلو دويم ځای کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بېشنوی چې له دې وړاندې له راشد خان لومړی مقام ترلاسه کړی و، نوې درجه‌بندۍ کې دويم ځای ته ښکته شوی دی.

د اعلان شوې درجه‌بندۍ پر بنسټ دوه نور افغان لوبغاړي فضل‌الحق فاروقي او مجيب‌الرحمن هم په لسو غوره توپ‌اچوونکو کې راغلي دي.

فاروقي اووم او مجيب‌الرحمن اتم کې ټينګ کړی.

په الرونډرانو کې بيا ولسمشر محمدنبي درېيم ځای ته ښکته شوی دی. الرونډرانو کې شکېب الحسن لومړی او اېډن مارکرم دويم ځایونه خپل کړي دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا يا ای‌سي‌سي په تازه درجه بندۍ کې د نړيوالو شل اووره سیالیو د توپوهنې برخه کې بيا کوم افغان لوبغاړی نه تر سترګو کېږي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سوريا کومار ياډوف لومړی، محمد رضوان دويم او اېډن مارکرم درېيم ځای کې شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام