Asset 1SWN

د ننګرهار د محبس مدیر له یوه بندي سره یوځای تښتېدلی

ننګرهار-ولايت-محبس-Medium-720x480

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم پر ٢٥ کاله بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.

د هغه په وینا، د محبس مدیر احمدشاکر قاضي‌زاده یاد بندي د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې له بندخونې څخه د رخصتۍ په پلمه اېستلی دی. حضرت زیاتوي، امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه له خبرېدو وروسته پرون د محبس پر مدیر احمد شاکر قاضي‌زاده چاپه وهلې، خو هغه ترې تښتېدلى دی.

احمدعلي حضرت وايي، امنیتي ځواکونو هڅه کړې چې خوشې شوی بندي او د محبس مدیر ونیسي، خو دواړه نامعلوم لوري تته تښتېدلي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د دغه ولایت د محبس مدیر د تېښتې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دی او هغه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام