د اقلیمي بدلون نړیوالې اوونۍ رارسېدو سره هممهاله د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه د نړۍ شپږم زیانمنونکی هېواد دی.
د ا.ا د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دغه څرګندونې نن یکشنبه د تلې ۲۳مه کابل کې د اقلیمي بدلون د اوونۍ نمانځغونډه کې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «له بدهمرغه چې د اقلیمي بدلون او د باروتو له ډېرې استفادې له امله اغېزمن شوی، د راپورونو له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه نړۍ کې شپږم اغېزمن هېواد دی.»
په ورته مهال یاده غونډه کې یوشمېر نورو چارواکو وویل چې د اقلیم بدلون لامل شوی چې د وروستیو څو کلونو پر مهال د افغانستان طبیعي سرچیڼې اغېزمنې کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري دې غونډه کې وویل: «اقلیمي بدلون افغانستان کې د طبیعي پېښو، دایمي وچکالي، سېلابونو، د حیواني ناورغیو خپرېدو، لوږې او د کورنیو بېځایه شویو لامل شوی دی.»
په ورته مهال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمن دې غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې ټول باید د چاپېریال ساتنې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. «ځای دی چې ټول باید خپل مسوولیت ادا کړو او د اقلیمي بدلون برخ کې درک، احساسات او حرکت ولرو.»
دې غونډه کې چارواکو وویل چې افغانستان نړۍ کې شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون له ویجاړونکو او منفي پایلو سره مخ دی.
په ورته مهال په یاده غونډه کې د سرپرست حکومت مسوولانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې افغانستان سره همکاري وکړي. دغه غوښتنه داسې مهال ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې افغانستان کې د اقلیمي بدلون اړوند پروژې په ټپه درېدلې دي.
د ا.ا د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر وویل: «موږ د چاپېریال ساتنې حقوق برخه کې له نړۍ عدالت غواړو، له نړۍ هیله لرو چې اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې موږ سره همکاري وکړي او له سیاسي موضوعاتو پرته دې، د چاپېریال ساتنې پروژې بېرته پیل کړي.»
د وروستیو څو کلونو راهیسې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان کې د وچکالي او سېلابونو راوتو پر مهال له مړینې سربېره خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولې دي.