د ایران مذهبي مشر آیتالله علي خامنهييي د اسراییل د هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي، «صهیونست رژیم» باید د یو سخت مجازات یا ځواب په تمه وي.
خامنهیی د ایران ولس ته په یوه پیغام کې ویلي: «صهیونست رژیم په دغه جنایت سره، خپل ځان ته یو تریخ او دردناک برخلیک برابر کړ او له دغه برخلیک سره به خامخا مخ کیږي.»
ورته وخت کې د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز ویاند ویلي، امریکا او اسراییل به د نننیو بریدونو درنه بیه پرې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رویټرز خبري آژانس د راپور لمخې، د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز ویاند ابوالفضل شکارچي د اسراییلو د هوایي بریدونو په غبرګون کې ګواښ کړی چې امریکا او اسراییل به درنه بیه پرې کړي.
دغه ایراني پوځي چارواکي ویلي، د هېواد وسلهوال ځواکونه به یې خامخا دغو بریدونو ته ځواب ورکړي.
اسراییل نن د جمعه په سهار وختي وویل، د ایران پر اټومي تاسیساتو، د بالیستیک توغندیو په فابریکو او پوځي قوماندانانو یې بریدونه کړي دي.