اسراییلي چارواکو نن جمعه وویل چې د ایران پر اټومي تاسیساتو یې واردمخه بریدونه کړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییل ننیو بریدونو کې د اسلامي انقلاب سپاهپاسداران عمومي قومندان سردار سلامي وژل شوی دی.
راپورونو کې ویل شوي چې د دغو بریدونو په دلیل، د پلازمینې امام خمیني نړیوال هوايي کې الوتنې هم ځنډول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه ثبت شوي ویډیو پیغام کې ویلي، د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام یې په نښه کړی او دا بریدونه د ایران د اټومي بټیو او د هغې د ډیری پوځي وړتیاوو د زیانمنولو په هدف ترسره شوي.
اخوا د اسراییلو دفاع وزیر یسراییل کاتس خپل هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړ او ویلي، احتمال لري ایران غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.