Asset 1SWN

ایران پر اسراییلو د ډرون بریدونه کړي

f5p65flo_israel-iran_625x300_14_April_24

ایراني چارواکي وايي چې د دغه هېواد له لوري پر اسراییلو غچ اخیستونکي د بې‌بېلوټه الوتکو بریدونه شوې دي.

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د دغه هېواد د سپاه پاسداران له قوله ویلي چې د ډرون الوتکو پر مټ یې پر اسراییلو کې هدفونه په نښه کړي دي.

ایرنا همداراز زیاته کړې چې ایران د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې هم بریدونه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسراییلو هم تایید کړې چې ایران پر دغه هېواد بریدونه کړي دي. د اسراییلو دفاع وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې خوندي ځایونو ته پناه یوسي او د دوی لارښونو ته پام وکړي.

د اسراییلو دفاع وزارت ویاند ډانیل هګري په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل چې بې‌پېلوټه الوتکې لا د دغه هېواد خاورې ته نه‌دي ورننوتي او بشپړ چمتووالی لري.

هغه همداراز وویل: «موږ له امریکا او نورو ملګرو سره بشپړ همغږي لرو او په بشپړه توګه دفاع او بریدونو ته چمتوو یوو.»

ایران وايي چې دغه بریدونه یې د سوریې دمشق کې اسراییلو له لوري د یاد هېواد د کونسلګري د نښه کولو له امله کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په هغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران د یوه مهم قومندان په ګډون اووه کسان وژل شوي وو. یاد برید د روانې وري میاشتې پر ۱۴مه شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام