
پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ تېرې ورځې راهیسې ۲۹ کسان وژل شوي
د راپورونو پر اساس، د پنجشنبې له سهار راهیسې پر غزې د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۲۹ فلسطینیان وژل شوي دي. الجزیرې شبکې ویلي، اسراییلي

د راپورونو پر اساس، د پنجشنبې له سهار راهیسې پر غزې د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۲۹ فلسطینیان وژل شوي دي. الجزیرې شبکې ویلي، اسراییلي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو نن (پنجشنبه، وري ۲۱) د غزې بېلابېلو سیمو کې د استوګنې پر ودانیو هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
راپورونو کې ویل شوي چې د غزې پر «شجاعیه» سیمه د اسراییل بریدونو کې لږترلږه ۳۵ فلسطینیان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

الجزیرې خبري شبکې نن (سهشنه، وري ۱۹) راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو په غزې بمبارۍ ته دوام ورکړی چې د دوشنبې ورځې له سهار راهیسې یې لږترلږه ۶۰ کسان وژلي او یوشمېر نور ټپیان کړي.
د راپورونو پر اساس، د تېرې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه د اوربند له پایته رسیدو راهیسې اسراییلي ځواکونو له ۴۰۰زره ډیر نور فلسطینیان بېځایه کړي دي.

د فلسطین روغتيايي مسوولانو ویلي چې اسراییلي ځواکونو تېره ورځ د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونه کړي چې ٣٠ فلسطیني وګړي په کې وژل شوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت له لوري د وړاندې شويو شمېرو پر بنسټ، پر غزې د اسراييل د بریدونو د دویم پړاو له پیل راهیسې څه باندې یو زر او ٢٥٠ کسان وژل شوي او تر ٣ زرو زیات ټپیان دي.

الجزیزې خبري شبکې د فلسطیني چارواکو په خبره راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ غزه کې د ماشومانو په ګډون

د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو نن سهار (چهارشنبه، وري ۶) د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۱۱ کسان په کې وژل شوي.
د قربانیانو په ډله کې ۵ ماشومان شاملیږي چې یو یې شپږ میاشتنی ماشوم دی.
د اسراییلو پوځ په سوریې هم بمبارۍ ته دوام ورکړی او د هغه هېواد په درعا کې یې شپږ کسان وژلي دي.

اسراییل اتمه پرلپسې ورځ پر غزه بمبارۍ ته دوام ورکړی او نن سهار یې هم د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. د

پر غزې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دامهاله د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰زره کسانو اوښتی دی. غزه کې د روغتیا وزارت

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې په یوشمېر برخو د اسراییل تازه هوايي بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دي.
دغه وزارت ویلي چې دغو کسانو ته د غزې شمالي سیمو دېرالبلاح، خانیونس، رفح او د غزې سویل کې د اسراییل د نن سهار هوايي بریدونو کې مرګژوبله اوښتې ده.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسراییل د بریدونو زیاتره قربانیان ماشومان او ښځې دي.

د اسراییلو حکومت وايي چې د امریکا له لوري په غزه کې د لنډمهالي اوربند په اړه وړاندیز شوی پلان یې، منلی دی. د اسراییل

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۷۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو د پوځ په بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې پر غزې د اسراییلو هوايي برید کې پنځه خبریالان وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې نن (د مرغومي شپږمه، پنجشنبه) د فلسطیني چارواکو له قوله لیکلي چې د اسراییلو پوځ په غزې ښار کې د «القدس» ټلوېزیوني شبکې د خبریالانو موټر په نښه کړی دی.

د تحریر شام پلاوي مشر ابومحمد الجولاني ویلي چې اسراییل په ښکاره ډول د سوریې له پولو ور تېر شوي او دغه کار یې په سیمه کې نورو نښتو ته لاره هواره وي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې الجولاني دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې پر سوریې د اسراییلو د برید لپاره وړاندې شوي دلایل هم د توجیه وړ نهدي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو بریدونو لږترلږه د ۳۳ کسانو ژوند اخیستی او لسګونه نور پهکې ټپیان شوي دي.
دغه کسان نن د غزې د بیتالاهیې په شمال کې د کمال عدوان روغتون ته نږدې پر یوه استوګنیز کور او د غزې په سوېل کې هم پر یوې ودانۍ د اسراییلو بریدونو کې وژل شوي دي.

حماس وايي، اسراییلو پر غزې بریدونه کړي چې له کبله یې د ۶۴ ماشومانو او ښځو په ګډون، ۱۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د الجزیره خبري شبکې راپور ورکړی چې یاد کسان پر بیتلاهیه ښار او د غزې تړانګې پر ځینو نورو برخو د اسراییلو په پرونیو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

له هغه وروسته چې له قطر څخه ترکیې ته د حماس سیاسي مشرانو د لېږد په اړه راپورونه خپاره شول، د امریکا متحده ایالاتو له ترکیې څخه غوښتي چې د حماس د مشرانو کوربهتوب ونه کړي. رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دا غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ترکیې په ګډون، ټول هېوادونه باید د حماس له ملاتړ او کوربهتوب څخه ډډه وکړي.