د بدخشان ځايي چارواکي وايي، هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته یې تېره ورځ د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د یوه پروګرام په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره نیسا مبارز د بدخشان د ښځو استازې په توګه غوره او معرفي کړه.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي چې ښځې کولی شي د افغانستان اسلامي امارت په نظام کې ټولو برخو، ان نظامي او امنیتي برخه کې هم دنده ترسره کړي.

احمدي وویل، د دغه ولایت ښځو لپاره یې یو مشخص ادرس جوړ کړی ترڅو هغوی وکولای شي له دې لارې خپلې ننګونې مشخصې او محلي مسوولانو سره شریکې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د بدخشان ښځو لپاره تازه معرفي شوې استازې نیسا مبارز وايي، سره له دې چې تېر حکومت کې ښځو معتبره ښوونیز او تحصیلي اسناد درلودل، خو نه یې شو کولای ښو دندو ته لاسرسی پیدا کړي او معاش واخلي.

د بدخشان د ښځو استازې ژمنه کوي چې دغه ولایت کې په نشه‌يي توکیو روږدې ښځې به له مرکز فیض‌اباد څخه راټولې او له درملنې وروسته به ورته د غوره دندو زمینه هم برابره کړي.

دې سره، د بدخشان د امربالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر رییس شېراحمد جواد دغه غونډه کې د اسلامي امارت حکومت کې د ښځو ازادۍ ته د اشارې ترڅنګ ټینګار کوي چې ښځې نه باید اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ورته وخت کې د بدخشان اوسېدونکې شهره تمنا د دغه ولایت د ښځو د استازې معرفي کولو غونډه کې خوښي څرګندوي او ټینګار کوي چې له دغه ادرس څخه د ښځو ریښتنی غږ مسوولانو ته ورسول شي.

د بدخشان ښځو لپاره تازه معرفي شوې استازې دنده لري چې د ښځو ستونزو په اړه ملي او نړیوالو بنسټونو سره همکاري وکړي او د هغوی لپاره مرستې او د کار زمینې برابرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام