د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېڅ خصوصي شرکت یا ورکشاپ د مخابراتي وسایلو د ترمیم یا پروګرام حق او اجازه نه لري.

دغه وزارت وايي، د ټولو خصوصي او دولتي بنسټونو، هوټلونو مالکان، ملي سوداګر او هغه کسان چې د جواز پرته له مخابراتي سیسټمونو څخه استفاده کوي او یا یې د جواز موده پای ته رسېدلې وي باید ژر تر ژره خپل جوازونه تمدید یا یې نوي کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې ده: « ‎له جواز پرته د مخابراتي وسایلو هر ډول کارول جرم دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.»

 دا د کورنيو چارو وزارت لومړى حکم دى چې د خصوصي بنسټونو او ورکشاپونو له خوا د مخابراتي وسايلو پر ترميم او پروګرام بنديز لګوي. خو اسلامي امارت په دې اړه چې ولې خصوصي شرکتونه او ورکشاپونه نشي کولي مخابراتي وسایل ترمیم او پروګرام کړي څه نه دي ویلي

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام