د پوهنې وزارت چارواکي وایي، د دې وزارت له لوري د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانستل کېدو طرحه بشپړه شوې او سبا دوشنبه به د تصویب په موخه د اسلامي امارت کابینې ته واستول شي.

د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان سلام‌وطندار ته وايي، که چېرې د نجونو ښوونځیو د بیا پرانستلو طرحه کابینه ومني، د ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته ټولګیو نجونې زده کوونکې هم کولای شي، ښوونځیو ته لاړې شي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویاند زیاتوي، د نجونو او هلکانو د ښوونځیو جلا والی، د زده کوونکو له لوري د اسلامي حجاب رعایت او د ښځو ښوونکو له لوري نجونو ته د زده‌کړو ورکړه د دې طرحي اصلي جزییات دي.

که څه هم د پوهنې وزارت د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د ښوونځیو د درسونو د پیل خبر ورکوي، خو نجونې زده کوونکې بیا د دوی د زده‌کړو څرنګوالي په اړه د اسلامي امارت د کابینې پرېکړې ته په تمه دي.

د دوی په خبره، له کله چې ښوونځیو ته د تللو اجازه نه لري، له بې برخلیکۍ سره مخ دي او خپلې راتلوونکې ته اندېښمنې دي. دوی اسلامي امارت څخه تمه لري چې په نوي ښوونیز کال کې د هلکانو په څېر دوی ته هم د زده کړو کولو اجازه ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې دی چې په هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو سره، نجونې له شپږم ټولګي پورته ټولګیو کې د زده کړو کولو اجازه نه لري. که څه هم په دې موضوع په کراتو د نړیوالو سازمانونو له لوري نیوکې شوي، خو تر اوسه د نجونو لیسو د خلاصېدو طرحې له تصویب څخه معلومات نشته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام