د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دې ولایت موسیکلا ولسوالي کې د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو او څارنې ټیم له لوري د درې ورځو پرمهال د یادې ولسوالي د دولتي روغتون په ګډون ۶۸ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید سلاموطندار ته وايي چې د موسیکلا ولسوالي د دولتي روغتون په ګډون یې له بېلابېلو روغتیايي مرکزونو څارنه کړې او په پایله کې یې یاد شمېر روغتیايي مرکزونه تړلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، دوی د تېرو درېوو ورځو پر مهال له ۷۴ درملتونونو، ۲۱ روغتیایي مرکزونو، ۵۰ روغتیایي کتنځایونو، د قابلهګانو کتنځایونو او ۱۷ شخصي لابراتوارونو څخه څارنه کړې.
سعید زیاته کړه چې د یادې څارنې په ترڅ کې د ګډټیم له لوري ۳۲ درملتونونه ۲۰شخصي روغتیایي مرکزونه، شپږ د غاښو کتنځایونه، دوه د قابلو کتنځایونه او اتو لابراتوارونه تړلي دي.
هغه ټينګار وکړ چې یادو مرکزونو د روغتیایي اصولو سره سم اجرات نهو کړي او د یوشمېر نیمګړتیاوو له امله وتړل شول چې ترڅنګ یې د ۲۴ کتنځایونو لوحې هم اصلاح شوي دي.
د هلمند عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وویل چې نږدې راتلونکې کې به دغه بهیر د یاد ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځوي او په وینا یې، څو هلمند کې د روغتیايي خدمتونه معیاري شي.