Asset 1SWN

هلمند کې د یونیم کال پر مهال ۱۴۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

IMG-20231125-WA0231

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د تېر یونیم کال پر مهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې  ۱۴۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد دغه څرګندونې هلمند ته د سفر پر مهال کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي دې ناسته کې ویلي، د تېر یونیم کال په ترڅ کې د هلمند ګوټ ګوټ کې ۱۴۰ بشپړ او فرعي روغتونونه جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

نوموړي د سفر پر مهال د یاد ولایت، ولایتي او ایمرجنسي روغتونونو څخه هم لیدنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له یادو روغتونونو څخه د لیدنې پر مهال د روغتیا برخه کې د متخصص ډاکټرانو او ټرینر استادانو نشتون یوه تشه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې دې برخه کې به هلمند ته د امکان تر بریده پاملرنه کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت سرپرست هلمند ته د سفر مهال د یاد ولایت د ځینو ولسوالیو له مرکزي روغتونونو هم لیدنه وکړه او د روغتیا برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام