د متقي او ژېرنوف لیدنه؛ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي کابل کې د روسیې سفیر ډیمیتري ژیرنوف سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل رسنیو ته په لېږلي یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د یادې لیدنې د بحث وړ مهمه موضوع وه.

سرچینه: بلال کریمي چین کې د افغانستان نوی سفیر ټاکل شوی

د بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي چین کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

سرچینې په دې اړه د نورو جزییاتو له ورکولو دډه کړې. چین تراوسه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو نږدې اړیکې ورسره لري.

هلمند کې د دوو صنعتي ښارګوټو د جوړېدو چارې پیل شوې

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په دوو جلا سیمو کې د «بُست صنعتي ښارګوټي او دو راهي ملي پارک» په نومونو د صنعتي ښارګوټو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یادو صنعتي ښارګوټو د جوړېدو چارو د پرانېستې پر مهال وویل چې دغه صنعتي ښارګوټي به له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شي.

هلمند کې د یونیم کال پر مهال ۱۴۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د تېر یونیم کال پر مهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې څه باندې ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد دغه څرګندونې هلمند ته د سفر پر مهال کړې دي.

ترکیې د هرات زلزله‌‌ځپلیو او راستنو شویو کورنیو سره مرسته کړې

د هرات محلي مسوولان وايي چې ترکیې د دغه هېواد زلزله‌ځپلیو او له پاکستان څخه په زرو ایستل شویو کورنیو سره د ۵۰۰ ټُنه په اندازه د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې ده.

د هرات د اطلاعات او فرهنګ رییس احمدالله متقي سلام‌وطندار ته ویلي چې په رالېږل شویو مرستو کې خوراکي توکي، البسه، درمل، طبي وسایل، کمپلې او خېمې شاملې دي.