Asset 1SWN

سرچینه: بلال کریمي چین کې د افغانستان نوی سفیر ټاکل شوی

وزارت-خارجه-p2im31uu8ctyuy4lyt7g11ioyezo3qh8bhkr6u7mh4

د بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي چین کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

سرچینې په دې اړه د نورو جزییاتو له ورکولو دډه کړې. چین تراوسه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو نږدې اړیکې ورسره لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان سرپرست حکومت داسې مهال چین کې خپل نوی سفیر ټاکي چې څه موده وړاندې دغه هېواد د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر رالېږلی و چې د ریاست‌الوزرا له‌خوا یې باور لیک هم منل شوی دی.

د سیاسي چارو یو‌شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې له چین سره د افغانستان سرپرست حکومت اړیکې به دغه هېواد کې د افغان سوداګرو ستونزې حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکي اسدالله ندیم وویل: «افغانان اړتیا لري چې ستونزې یې د سفارت له لارې حل شي او غوره به وای چې سفیر اقتصادي کارپوه وای، ځکه چین افغانستان کې د اقتصادي مسایلو کې لومړیتوب لري.»

بلال کریمي چین کې د افغانستان لومړنی سرپرست سفیر دی چې دغه هېواد کې د نوي سفیر په توګه ټاکل کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې سیدمحي‌الدین سادات بېجنګ کې د افغانستان سفارت سرپرستي پر غاړه درلوده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام