اسپانیا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی.
دغه سفارت جمعه د تلې ۱۴مه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې اسپانیا کې د افغانانو ستونزو ته د رسېدنې او قونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په تعامل کې دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسپانیې پلازمېنې مادرید کې د افغانستان سفارت او اړوند قونسلیو څخه اسنادونه د بهرنیو چارو وزارت ته لېږدوي او دا چاره په عادي توګه روانه ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: « دا سفارت د هیواد او خلکو استازیتوب کوي او تاسو ګرانو هیوادوالو ته د غوره او پر وخت د قونسلي خدماتو په وړاندې کولو کې د ستونزو د حل په موخه؛ دا سفارت د قونسلګرۍ په چارو کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کی دی او د قونسلګرۍ د اسنادو تصدیق لیکونه د معمول په څیر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي.»
له دې وړاندې په هالنډ کې د افغانستان سفارت هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې د بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی.
په ورته مهال د ترکیې انقره کې د افغانستان سفارت کې یوې سرچینې هم ویلي چې د ترکیې حکومت د اسلامي امارت نوی ډيپلوماټ منلی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې تېرو دوو کلونو کې یوشمېر ګاونډیو هېوادونو د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د اسلامي امارت استازیو ته سپارلې دي.