Asset 1SWN

سلام وطندار

کندوز کې د هیموفیلیا ناروغي د درملنې لومړنۍ لوی مرکز پرانېستل شو

IMG-20231026-WA0003

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د لومړي ځل لپاره کندوز کې د شمال ختیځ زون په کچه د هیموفیلیا ناروغي د درملنې مرکز پرانیست.

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک مشر ډاکټر محمدناصر صادق د هېواد شمال ختیځ کې د هیموفیلیا ناروغي د درملنې مرکز جوړول یوه جدي اړتیا بولي او وايي، هېواد کې پر هیموفیلیا ناروغي د ډېری اخته ناروغانو فکټور له یو څخه ښکته وي چې ۹۸ سلنه دغه ناروغان معیوبه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «کله مو چې ولیدل له لرو ځایونو له بدخشان او هلمند څخه دغه مرکز ته ناروغان راځي او بد وضعیت کې وو، دا انګېزه مونږ ته پیدا شوه چې زونونو کې مراکز جوړ شي او دا موضوع مو وزارت سره شریکه کړه او هغوی هم مستقیم امر وکړ چې هر څه ژر دې مرکزونه جوړ شي.»

د وینې ملي بانک مسوولان که څه هم کندوز کې په هیموفیلیا ناروغي د اخته کسانو کره شمېرې نه مشخصوي، خو وايي، دغه روغتیايي مرکز لس بستره لري.

د هیموفیلیا ناروغي متخصص ډاکټران وايي، هیموفیلي یوه ارثي ناروغي ده چې له کوچني‌والي د انسان بدن وینه ضایع کوي او که دغې ناروغي ته پام ونه‌شي، د ناروغ د مړینې لامل کېږي.

د کندوز د حوزوي روغتون د ماشومانو برخې متخصص ډاکټر حشمت‌الله احساس وویل، په هیموفلیا ناروغي د اخته ناروغانو له دوو لارې درملنه کېږي چې یوه یې وقایوي درملنه او بله هم د اختلالاتو درملنه ده.

هغه وویل: «وقایوي درملنه یعنی د زماني وینه تویېدنه چې ناروغان اکثره وخت جراحي ته اړ کېږي او هرومرو یې باید درملنه وشي. بل اختلالي ناروغان یا هغه ناروغان چې مفصلي، دماغي یا قفي وینه‌تویېدنه ورته پیدا کېږي، په هغه صورت کې هم درملنې ته اړتیا لري.»

کندوز کې یوشمېر ناروغان دغه ولایت کې د هیموفلیا ناروغي د درملنې مرکز جوړېدو څخه خوښي ښيي او وايي، دوی به پخوا کابل ته د خپلو ناروغانو لېږد لپاره ډېر لګښت کاوه چې اوس د دغه مرکز په جوړېدو سره به د هغوی ځینې ستونزې حل شي.

د یاد ولایت کې ناروغ‌لرونکي مهراب‌الدین چې میاشتو راهیسې یې کوچنی ماشوم په هیموفلیا ناروغي اخته دی او څو ځلې یې د درملنې لپاره کابل ته راوستی وايي، د بد اقتصادي وضعیت په دلیل نور کندوز څخه کابل ته د تلو وس نه‌لري او د هېواد د شمال ختیځ په کچه د دغه روغتیايي مرکز جوړېدو څخه هرکلی کوي.

هغه وویل: «زه دېر خوشحاله یم، لاره کې ډېرې ستونزې وې او ډېر لګښت یې درلود چې کابل ته لاړ شو، ډاکټرانو د دې مرکز د جوړېدو وړاندیز وکړ چې جوړ شو او موږ خوشحاله یوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هېواد شمال ختیځ کې د هیموفلیا ناروغي د درملنې مرکز داسې مهال جوړېږي چې دغه زون کې ناروغ‌لرونکو به تر دې وړاندې خپل ناروغان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول چې ګڼو ستونزو سره مخ وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام