Asset 1SWN

د روزګان اوسېدونکي: د واکسین نه‌تطبیق به مو ماشومان پر ګوزڼ اخته کړي

روزګان-پولیو

د روزګان د لروپرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي چی ځینې وختونه یادو سیمو ته د پولیو واکسیناتوران نه‌ورځي چې له امله یې ماشومان د ګوزڼ یا پولیو پر وړاندې له واکسین پاتې کېږي.

دوی اندېښنه ښيي، که سیمو کې یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پلی نه‌شي، ماشومان به یې پر ګوزڼ ناروغي اخته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د چارچینو ولسوالي اوسېدونکی ګل‌احمد سلام‌وطندار ته وايي چې سیمه یې غرنۍ ده او ډېری وخت واکسیناتوران نشي کولای د واکسین لپاره ورشي. «زموږ سیمه ډېره غرنۍ سیمه ده چې هغه ته کله وخت واکسین راشي، کله نشي را. ځینې وخت رسیدګي کولای شي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ سیمو ته پر خپل وخت واکسین راوړي.»

د روزګان د خاص روزګان ولسوالي اوسېدونکی ولي محمد بیا اندېښنه ښيي، که لروپرتو سیمو ته د واکسین کمپاین ونه‌غځول شي، ماشومان به له واکسین پاتې او د ټولنې بار به شي.

هغه وویل: «ځینو ځینو سیمو ته رسیږي. لرې غرنۍ سیمې چې دي، دغه بیا د واکسین څخه بې‌برخې پاته دي. که د واکسین څخه پاتهشي، هغه به د ناروغۍ سره مخ شي، د دایمي فلج سره به مخ کېږي. ځکه هغه به بیا د هغه کور چې ماشوم یي فلج شي د دایم لپاره به یې د اوږو بار وي، یوې خوا، بلې خوا ته به یې ځغلوي.»

د روزګان د عامي روغتیا سرپرست ډاکتر محمد‌الله روحاني وايي، دوی هڅه کوي چې د دې ولایت ټولو سیمو ته د واکسین ټیمونه ولېږي، څو هېڅ ماشوم د پولیو ضد واکسین څخه پاتې نه‌شي.

د نوموړي په وینا، دوی ته روزګان کې ۲۴۰۱۹ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړې هدف ټاکل شوی چې تراوسه یې ۲۲۹زره او ۶۸۵ ماشومانو ته واکسین ورکړی دی.

هغه وویل: «په ټول روزګان کې زموږ د معلوماتو پر اساس باندې داسې ساحه نسته چې هلته واکسین نه وي رسېدلی، کېدای سي ځینې مشکلات وي، مثلآ یو کلسټر کي یو ساحه پاته سوي وي، خو هغه ته هم بیا وروسته ټیمونه جوړ سوي، هلته تللي او هغه سیمه کې واکسین کړی. یعنی په مجموع کې ټول ولایت کې دا مشکل نسته چې یو ساحه په مکمل ډول د واکسین څخه پاته شوې وي، ټولو ساحو ته واکسین رسیږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

روزګان یو له هغو ولایتونو دی چې اوسېدونکي يې ډیری وختونه په روغتیايي او نورو برخو کې شکایتونه کوي او د مسوولانو د لا ډېري پاملرنې غوښتنه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام