Asset 1SWN

۳۳ ولایتونو کې ۱۱ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضدواکسین کمپاین پیل شو

۵۵۵۵۲ض

د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې نن له پنځو کلونو کم عمره یوولس میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو څانګې مسوول نېک‌ولي شاه مومند وايي، ټاکل شوې چې دغه کمپاین کې یوولس میلیونه ماشومان واکسین شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «دغه کمپاین نن پیل شوی چې د تلې له درېیمې تر پنځمې به دوام وکړي او ۳۳ ولایتونو کې به یوولس میلیونه ماشومان واکسین شي. ترڅنګ به یې شپږ میاشتني ماشومان ویټامین اې هم ترلاسه کړي.»

د نوموړي په وینا، په یاد پړاو کې روزګان نه شاملېږي او تر راتلونکو دوو اوونیو به یاد ولایت کې د پولیو تطبیق بهیر پیل شي.

په ورته مهال کابل کې یو‌شمېر کورنۍ وايي چې د پولیو ضد واکسین سره د خپلو ماشومانو راتلونکې تضمینوي او له نورو کورنیو هم غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

مسعوده چې خپل دوه ماشومان واکسینوي، سلام‌وطندار ته وویل: «واکسین یو ډول د ناروغیو مخه نیسي، په ځانګړې توګه د پولیو. ټولو کورنیو ته وایم چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

بل‌خوا یو‌شمېر واکسیناتورانې وايي، اړتیا ده چې کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، څو د واکسین برخه کې ناسم باورونه له‌منځه لاړ او کورنۍ خپل ماشومان واکسین کړي.

یوې واکسیناتورې شریفې رضايي وویل: «ډېرې زیاتې دي چې نه غواړي ماشومان یې واکسین شي او پلمې کوي چې زموږ ماشومان شوخي راځي، بې‌ادبه کېږي او وايي چې حرام دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو پنځه پېښې ثبت شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام