Asset 1SWN

 لیکوال او شاعر عبدالله ستوری د ۴۹ کلونو په عمر ومړ

عبدالله ستوری

نوموتی شاعر او لیکوال عبدالله ستوری نن «دوشنبه، سلواغې ۳۰مه» کندهار کې د زړه حملې له امله مړ شوی دی.

ستوری د کندهار په ادبي ډګر کي ډېره فعاله او پېژندل شوې څېره وه چې د خپل ادبي فعالیت او خدمت په ترڅ کي يې ۲۱ ځله جایزې او ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند، د عبدﷲ ستوري مړینه تایید کړه او د نوموړي مړینه یې د کندهار فرهنګي هڅو لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې تشه وبلله.

عبدالله ستوری د مولوي عبدالحکیم زوی او د حاجي عبدالکریم لمسی دی چې په ۱۳۵۳کال د کندهار ښار اتمه ناحیه (عباس اباد) کي زېږېدلی و. له نوموړي پنځه لوڼې او درې زامن پاتې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ستوری اته لیکلي اثار لري چي «جار تر محمد سمه، د نعتونو ټولګه، ته د ستوري تصور کې شعري ټولګه، بیا به نرۍ جامې ونه‌کړم_ادبي صنایع، ګل لپه_شعري ټولګه، د ارغند په لمن کې _د کندهار شاعرانو تذکره، د کندهار د هنرمندانو تذکره، د کندهار د ممثلینو تذکره او د کندهار د سپورټي اتلانو تذکره،» یې ناچاپه اثار پاتې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام