شپېته کلن غلام‌حضرت چې نږدې یوه میاشت وړاندې یې پکتیا پوهنتون څخه د خپل فراغت سند ترلاسه کړ، نن «چهارشنبه، لیندۍ ۲۳مه» ومړ.

که څه هم تراوسه د غلام‌حضرت د مړینې لامل نه‌دی روښانه شوی، خو د کورنۍ یوه غړي یې سلام‌وطندار ته ویلي چې نوموړی نن سهار په ناڅاپي توګه مړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غلام‌حضرت زوی فاروق وايي چې پلار یې کومه ناروغي نه‌لرله، خو سهار یې د ولیو «اوږو» ترمنځ دردونه حس کړل او کور کې یې ساه ورکړه.

غلام‌حضرت شاوخوا پنځه‌وېشت ورځې وړاندې د پکتيا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه فارغ شو چې تر ټولو لوړ عمر لرونکی زده‌کړیال و.

نوموړی د زرمت ولسوالي د ګلداد‌خېلو کلي اوسېدونکی و او د خپل کلي په لېسه کې یې د ښوونکي په توګه هم دنده کوله.

غلام‌حضرت په ۱۳۵۸ کال کې د ګردېز د عبدالحی عالي لېسې څخه فارغ شوی او له هغه وروسته يې د پکتيا عالي دارالمعلمين کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی دی. نوموړی ۱۳۶۰ کال له دارالمعلمين فارغ او له هغه راهیسې یې هیله دا وه چې لوړې زده‌کړې وکړي.

غلام‌حضرت د پکتیا پوهنتون څخه د فراغت‌غونډې پرمهال سلام‌وطندار سره په مرکه کې ويلي و، «تر ټولو لوی ارمان يې د پوهنتون سند ترلاسه کول و، که ژوند ورسره وفا وکړه نورې لوړې زده کړې به هم وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خو شپېته‌کلن غلام‌حضرت چې د نورو زده‌کړو تکل درلود نن یې د ژوند پور پرې کړ او د لوړو زده‌کړو ارمان یې تل همداسې ارمان پاتې شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام