Asset 1SWN

پکتیکا کي د خیاطۍ له زده‌کړو ۱۱۰ کسان فارغ شول

۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د «هوساینې نړیوالې موسسې» په مالي ملاتړ ۱۱۰ کسان د خیاطي له حرفې فارغ شوې دي.

د مسوولانو په وینا، هر فارغ شوي کس ته د «۴۸۰۰۰» افغانیو په ارزښت يوه لمریزه هنداره، بېټرۍ، خیاطي ماشین، رخت او د خیاطي اړوند ټول لوازم ورکړل شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست مسولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د خیاطۍ حرفې زده‌کړې دغه زمینه د یاد ولایت په خوشامند او جان‌‌خېل ولسوالیو کې ۱۱۰ کسانو ته برابره شوې وه چې نن «سه‌شنبه د لړم ۲۹مه» ترې فارغ شول.

د پکتیکا د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي رییس مطیع‌الله منصور وايي چې د خیاطۍ زده‌کړې څخه فارغ شويو کسانو باندې د اړتیا وړ توکي هم وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو لوازمو او توکو ټولییز لګښت پنځه میلیونه ۲۸۰زره افغانیو ته رسېږي.

د پکتیکا د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي رییس مطیع‌الله منصور ټينګار وکړ چې د یاد ولایت وزګاره ځوانانو ته به بېلابیلو برخو کي د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو راتلونکي کې د خپلو کورنيو مالي ملاتړ وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتيکا د پېښو په وړاندې مبارزې رياست مسولان همداراز وايي چې د «هوساینې نړیوالې موسسې» له لوري ورسره ژمنه شوې چې سلګونه نورو کسانو ته به د مالداري برخه کې د پلان سره سم د کار زمینه برابروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام