Asset 1SWN

نورستان کې غر ښوویېدنه؛ تراوسه ۱۳جسدونه رااېستل شوي

نورستان-غر ښوویېدنه

د نورستان د نورګرام په «تتین دره» کې د «وړمې شپې» د غر ښوویېدنې له امله د یوشمېر هغو کسانو جسدونه رااېستل شوي چې تر خاورو لاندې وو.

سیمه کې ځايي مسوولان وايي، تېره ورځ یې ۱۲ او «نن سه‌شنبه کب لومړۍ» سهار یې یو جسد رااېستلی او د پاتې نورو جسدونو د ایستلو هڅې روانې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سمېع‌الحق حق‌بیان سلام‌وطندار ته وایي، تراوسه یې ۱۳جسدونه رااېستلي او پاتې جسدونه د یو لوی کمر لاندې پاتې دي.

هغه وویل: «د نورستان والي صیب او ځايي دولتي چارواکي سیمې ته ورغلي، هڅه روانه ده چې جسدونه راوباسو. له قول‌اردو مو هم غوښتنه کړې چې وسایط راوړي او دا کمرونه مات کړي.»

بل‌خوا خیتځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسوولان بیا وايي چې سیمې ته یې مرسته رسولې او د یوشمېر خلکو لپاره یې روغتیايي خدمات هم په پام کې نیولي دي.

د قول‌اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، سیمه کې یې د خلکو لپاره خیمې هم ور وړې، څو له یخه وساتل شي. «موږ له خلکو سره مرستې کړې دي، چې صحي مرسته هم په کې شامله ده، دغه راز مو وسایط هم انتقال کړي چې دا غټې تیږې ماتې کړي ترڅو تر خاورو لاندې جسدونه را وباسو.»

د سیمې یو اوسېدونکی نورالحق سلام‌وطندر ته وویل، سره له دې چې مسوولان د جسدونو رااېستلو برخه کې مرسته کوي؛ خو د سیمې خلک لاهم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دوی له مرستندویه بنسټونو غواړي چې له خلکو سره بېړنۍ مرسته وکړي. «مسوولین راغلي، اوس هم لګیا دي چې جسدونه راوباسي، خو دلته خلک بېړنیو مرستو ته اړیتا لري. په کار ده چې لاسنیوی یې وشي، واوره زیاته شوې مشکلات زیات دي. زموږ خلک په ډېر بد وضعیت کې دي.»

روانه اوونۍ کې د وروستیو اورښتونو او طبیعي پېښو له کبله په ټول هېواد کې ۲۶ کسان  مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، تېرو دوه ورځو کې د سلواغې ۲۹ او درېشمې نېټې اورښتونو له کبله، ټول هېواد کې د هستوګنې ۱۱۱ کورونه هم په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام