جاپان د افغانستان او نړیوالو ترمنځ د اړیکو ټینګولو ته چمتووالی ښودلی

ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر  «سه‌شنبه، کب لومړۍ» کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدلي دي.

دغه خبرپاڼه کې د جاپان د سفير په خبره ويل شوي چې جاپان غواړي له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو د دوام ترڅنګ، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.

د کندوز د قلعه‌ذال اوسېدونکي د معیاري روغتون له نشتون شکایت کوي

د کندوز د قلعه‌ذال ولسوالي اوسېدونکي وايي چې له څو کلونو راهیسې دغه ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو غوښتنه کوي، خو په وینا یې، تراوسه ورته پام نه‌دی شوی.

د دوی په وینا، د قلعه‌ذال ولسوالي روغتون لس بستره لري چې د یاد روغتون مراجعه‌کوونکو ته بسنه نه‌کوي.

افغانستان نن له سریلانکا سره درېیمه شل اووره لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ او دريیمه لوبه وکړي.
د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې د یادې لوبلړۍ دوه سیالي ګټلي او لوبلړۍ یې لا له وړاندې په خپل نوم کړې ده.

د لښکرګاه ښاروالي روان کال د ۱۰۰میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلي کړي

د هلمند د لښکرګاه ښاروالي مسوولان وايي چې روان ۱۴۰۲ کال کې یې د څه باندې ۱۰۰میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کړې دي.

د دوی په وینا، د یادو پروژو په پلي‌کېدو سره د ښار په ښکلا او بڼه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

نورستان کې غر ښوویېدنه؛ تراوسه ۱۳جسدونه رااېستل شوي

د نورستان د نورګرام په «تتین دره» کې د «وړمې شپې» د غر ښوویېدنې له امله د یوشمېر هغو کسانو جسدونه رااېستل شوي چې تر خاورو لاندې وو.

سیمه کې ځايي مسوولان وايي، تېره ورځ یې ۱۲ او «نن سه‌شنبه کب لومړۍ» سهار یې یو جسد رااېستلی او د پاتې نورو جسدونو د ایستلو هڅې روانې دي.

کندهار کې خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه چک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل کړې

د کندهار د ښکته شاولي کوټ ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت دغه ولسوالي کې د اوبو د یوه چک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل کړې.

د یادې ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالسلام، سلام‌وطندار ته وايي چې دغه چکډېم د شاولي کوټ د لوړسوزني په تنګي کلي کې د اوبو زېرمه کولو لپاره جوړېږي.