Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې په ۵۰زره ډالرو د یوې پروژې چارې پیل شوې

۳ق۳ق

د میدان‌وردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ په سیداباد ولسوالي کې د یوې پروژې چارې پيل شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژه ۱۵۰ کورنیو ته د کورنیو د خوړو خوندیتوب او کرنیزو محصولاتو د پروسیس، روزنه او تخنیکي وسایلو وېش شامل دي چې په راتلوونکو درېوو میاشتو کې به بشپړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي چې پر دغه پروژه کې به ۱۵۰ کسانو ته د تخنیکي وسایلو سربېره د مربا، روب او اچارو جوړولو په اړه روزنه هم ورکړل شي او د پروژې له پای ته رسېدو سره سم به ۱۵۰ کسان په خپلواکه توګه کاروبار پيل کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د نړیوالو بنسټونو له لوري کرنه او نورو برخو کې ورته پرژوې پلې شوي او د یاد ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې داسې پروژې دې نورې هم پلې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام