ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر  «سه‌شنبه، کب لومړۍ» کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدلي دي.

دغه خبرپاڼه کې د جاپان د سفير په خبره ويل شوي چې جاپان غواړي له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو د دوام ترڅنګ، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې راغلي: «جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي. جاپان چمتو دی چې افغانستان کې د بیارغونې، پراختیايي چارو، روغتیا او د ظرفیت لوړونې په برخو کې پروژې پلي کړي.»

د ا.ا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر هم دغه لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه د هیوادونو اندیښنې باید د خبرو له لارې حل شي. هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت پر خبرو باور لري او غواړي ټول مسایل له همدې لارې حل کړي.

د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، له سیاسي انزوا څخه د افغانستان د وتلو لپاره اړتیا ده چې د اسلامي امارت په داخلي سیاست کې یو لړ بدلونونه رامنځته شي.

د دغو کارپوهانو په اند، ترڅو چې اسلامي امارت د ښځو د حقونو د تامین او د یوه ټولشموله حکومت د جوړیدو په ګډون نړیوالو غوښتنو ته انعطاف ونه ښیي، له سیاسي انزوا څخه د افغانستان د ایستلو هڅې به مثبتې پایلې ونه لري.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالقدیر قانت وویل: «نه یوازې جاپان بلکې نړۍ هم سرپرست حکومت سره د اړیکو ټينګولو غوښتونکي دي او حکومت هم نړۍ سره مثبت تعامل غواړي. خو ستونزه دا ده چې د نړۍ له‌خوا وړاندې شوي شرطونه د حکومت له لوري په وار وار رد شوي. نړۍ سره د اړیکو ټينګښت لپاره اړتیا ده چې حقوق‌بشر، ښځو حقونه او ټول‌ګډونه حکومت موضوع رعایت شي.»

یوشمېر نور کارپوهان بیا له نړۍ سره د اړیکو د ټینګولو لپاره د هېواد ملي ګټو ته پاملرنه مهمه بولي. د افغان ملت د پیوستون جریان مشر محمد زلمی افغانیار پوپل وايي، نړۍ باید افغانستان کې د دایمي ثبات او امنیت د تامین په پام کې نیولو سره خپله تګلاره تنظیم کړي.

هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلې وي چې باثباته اقتصادي افغانستان کولای شي، عامه امنیت کې ښه ونډه ولري. که دوی له افغانستان اندېښنه لري، موږ هم استخباراتي موضوعاتو په اړه له ګاونډیو هېوادونو په اندېښنه کې یوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په هغه غونډه کې چې د روانې اونۍ په پیل کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د مسئلې په اړه جوړه شوې وه، ګډون ونه کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام