Asset 1SWN

افغانستان نن له سریلانکا سره درېیمه شل اووره لوبه کوي

376378

ټاکل شوې چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ او دريیمه لوبه وکړي.

دغه سیالي به نن ماښام ۶ بجې د سریلانکا په «رنګیري ډمبولا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې د یادې لوبلړۍ دوه سیالي ګټلي او لوبلړۍ یې لا له وړاندې په خپل نوم کړې ده.

افغانستان که څه هم د سریلانکا پر وړاندې ښې لوبې کړي، خو تراوسه یې یوه لوبه هم نه‌ده ګټلې. لومړۍ یوازینۍ ټسټ او له هغه وروسته درې یو ورځنۍ لوبې یې هم سریلانکا ته بایللې  دي.

له یادو سیالیو وروسته د روانې شل اووره لوبو لوبلړۍ، دوه لومړۍ سیالي هم افغانستان، سریلانکا ته بایللي دي.

د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان له پرله‌پسې ماتو وروسته د افغانستان پر کرېکټ بورډ نیوکې ډېرې شوي، خو کرېکټ بورډ تراوسه دغو نیوکو ته په رسمي توګه ځواب نه‌دی ورکړی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان د سریلانکا پر وړاندې په مخ شویو وروستیو پنځو سیالیو کې یوازې یو ځل ماته ورکړې او پاتې ټولې یې بایللې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام