Asset 1SWN

افغان ترک هېواد کې ۵۰۰۰ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې

۳۳۳۳۳۳۳۳۳۳

د افغان ترک ادارې مرستیال میدان‌وردګ ته د یوه سفر پرمهال یوې غونډې ته ویلي چې ټول هېواد کې یې ۵زره زده‌کوونکو ته په ښوونځيو کې د لیک‌لوست زمینه برابره کړې.

د افغان ترک مرستیال مراد عبدالصمد خپلو خبرو کې وویل، ترکیه له افغانانو سره ښه خواخوږي او نږدې اړیکې لري او هڅه کوي چې افغانستان او ترکیه کې افغانانو ته د لیک‌لوست زمینه برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همدارنګه زیاته کړه، اوس د هیواد په کچه د افغان ترک په ښوونځیو کې شاوخوا ۵‌زره زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي او یادو زده‌کوونکو ته ترکیې کې د لوړو زده‌کړو زمینه هم برابره شوې.

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ دې غونډې ته وویل، ترکیه له افغانانو سره دیني فرهنګي او تاریخي اړیکې لري او د پوهنې برخه کې د افغان ترک پوهنیزې ادارې لاسته راوړنې وستایلې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

والي ډاډ ورکړ چې په میدان‌وردګ کې د افغان ترک شته لېسې او زده‌کوونکو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام