Asset 1SWN

د کندوز د قلعه‌ذال اوسېدونکي د معیاري روغتون له نشتون شکایت کوي

ولسوالی-قلعه_ی-ذال-qjw46tlcdtoa258z8r7bgn79hm4fowwpokcf2td5s8

د کندوز د قلعه‌ذال ولسوالي اوسېدونکي وايي چې له څو کلونو راهیسې دغه ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو غوښتنه کوي، خو په وینا یې، تراوسه ورته پام نه‌دی شوی.

د دوی په وینا، د قلعه‌ذال ولسوالي روغتون لس بستره لري چې د یاد روغتون خدمتونه مراجعه‌کوونکو ته بسنه نه‌کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې ولسوالي اوسېدونکي همداراز روغتون کې د معیاري تجهیزاتو د نشتون له امله هم شکایت کوي او وايي، کلونه کېږي چې خپل ناروغان د کندوز مرکزي روغتون د درملنې لپاره وروړي.

د قلعه‌ذال اوسېدونکی اسدالله توپان وايي: «یو کوچنی کلینیک لرو چې د دویمې درجې ولسوالي اوسېدونکو لپاره بسنه نه‌کوي، ښايي پنځه یا لس بستره هم ولري. کلینیک کې د درملو کمښت لرو، د ډاکټرانو، نرسانو، امبولانس او وغیره. کله چې ناروغ مراجعه کوي، د ځای کمښت له امله ډېرو ته رسېدنه نه‌کېږي، ځکه ظرفیت کم دی.»

د قلعه‌ذال یو بل اوسېدونکی امان‌الله رحماني هم وايي چې هره ورځ دغه روغتون ته ۱۰۰ کسان مراجعه کوي چې د پرسونل او روغتون کوچني‌والي له کبله ټولو ته رسېدنه نه‌کېږي.

هغه وویل: «موږ اړ کېږو چې ناروغان مرکز ته انتقال کړو، د لارې خرابوالي له امله ډېری ناروغان روغتون ته له رسېدو مخکې مړه کېږي. که مجهز کلینیک وي، اړتیا نشته چې تر مرکزه لاړ شو. له مسوولانو غواړو چې کلینیک ته ارتقا ورکړي او متخصص ډاکټران راولي.»

د کندوز عامې روغتیا ریاست مسوولان بیا وايي، هڅه کوي، څو د یادې ولسوالي اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کندوز عامې روغتیا ریاست مرستیال رحمت‌الله طوطاخیل سلام‌وطندار ته وویل: «انشالله د اق‌تپې کلینیک به ډېر ژر ارتقا وکړي. تشکیل به یې زیات شي، درمل به هم ډېر شي. پرسونل ورسره او ستونزې به د خلکو هوارې شي. د نسايي-ولادي جراح ډاکټر چې بست یې کمبود و، تېره اوونۍ تکمیل شو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د قلعه‌ذال ولسوالي د کندوز یوه نفوس لرونکې ولسوالي ده چې اوسېدونکي تل روغتیايي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي له امله شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام