Asset 1SWN

د لښکرګاه ښاروالي روان کال د ۱۰۰میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلي کړي

هلمند -څلور لارې

د هلمند د لښکرګاه ښاروالي مسوولان وايي چې روان ۱۴۰۲ کال کې یې د څه باندې ۱۰۰میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کړې دي.

د دوی په وینا، د یادو پروژو په پلي‌کېدو سره د ښار په ښکلا او بڼه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، دا پروژې په ښار کې د سړکونو، چوکونو، چریو، ګلدانونو، پُلونو، څراغونو، پارکونو، عامه تشنابونو، د ښار د دخولي دروازې لومړي فاز ته اړوند وې چې ۱۵ یې بشپړې او دوه یې تر کار لاندې دي.

 د لښکرګاه ښاروالي د مطبوعاتو مدیر محمدطاهر ابشار وویل: «د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره ۱۷ پروژې په پلان کې نیول شوي چې دوه پروژې یې لاهم تر کار لاندې دي او ټول لګښت ۱۰۱ میلیون افغانۍ وې.»

بل‌خوا د لښکرګاه ښار یوشمېر اوسېدونکي د لښکرګاه ښاروالي له لوري د بیارغنیزو کارونو څخه خوښ دي او د ورته لا زیاتو پروژو د پلې کېدو غوښتونکي دي.

د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي غلام رسول سلام‌وطندار ته وویل: «زه د لښکرګاه ښاروالي څخه ډېره مننه کوم چي د ښار په تنظیم کي یې ډېر کار کړی، خصوصاً د بیارغونې او سړکونو برخه کې. زموږ غوښتنه دا ده چې داسې کارونه هم زیات وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لښکرګاه ښاروالي له دې وړاندې هم د ښار ښکلا او نظم لپاره ګڼ‌شمېر پراختیايي پروګرامونه پلې کړي چې د خلکو پام یې هم ځانته وراړولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام