Asset 1SWN

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ خیرالله خیرخواه: د ژبو ودې ته ژمن یوو

خیرخواه-qk5952x3s4u1azpgrmxx4ahzxl4vphutuazyhqqa2w

نن د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابرا ده. د اظلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کابل کې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې افغانستان کې د ژبو ودو ته ژمن دی.

خیرالله خبرخوا دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې دغه وزارت د افغانستان ټولو ژبو د ودې لپاره یو کمېسیون جوړ کړی دی. «ټولو ژبو ته باید په بنیادي توګه کار وکړو، څو افغانستان کې د ټولو قومونو فرهنګ ژوندی وساتو او وده وکړي. موږ د ژبو ودې او ساتنې لپاره شوراګانې او ناستې درلودې چې څنګه کولای شو، ترویج یې کړو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د خلکو د فرهنگ څانګې مشر سیف‌الرحمن محمدی وویل: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرېکړه وکړه چې د افغانستان په ټولو ژبو کار وکړي، په دې برخه کې یو خپلواک کمېسیون رامنځته شو چې د ژبې ودې لپاره کار کوي.»

د هېواد لرې پرتو سیمو کې د ځینو محلي ژبو ویوونکي د ژبو خوندیتوب او پرمختګ لپاره د حکومتي مسوولانو نه‌پام څخه شکایت کوي او وايي، ژبې یې د له منځه تلو خطر سره مخ دي. دوی له مسوولانو غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د شغناني ژبې ویوونکي اسحاق مقبل د اشکاشمي دې غونډې ته وویل: «زه د دې وزارت پر چارواکو غږ کوم چې د محلي ژبو لکه شغناني، نورستاني، اشکاشمي او پامیري ژبې چې د خطرونو او له‌منځه تلو سره مخ دي، خوندیتوب ته یې پاملرنه وکړي او د ساتنې لپاره یې کار وکړي.»

ورته وخت کې يوشمېر ژبپوهان وايي، د ژبو ودې او د ورکېدو مخنيوي لپاره بايد د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونه جدي پروګرامونه پر لاره واچوي.

د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي استاد عطا محمد پویا سلام وطندار ته وویل: «افغانستان کې له ۳۵ څخه زیاتې ژبې شتون لری چې له بده مرغه موږ لا دمخه ډیری ژبې هېرې کړی. د علومو اکاډمۍ او پوهنتونونه باید په دې مسلو کار وکړی، څو د پرمختګ او پیاوړتیا برخه کې ژوندۍ پاتې شي. د دوی د ودې لپاره هر برخه کې د  ترویج څانګو پرانېستل شي، کتابونه باید ولیکل شي،پوهنې وزارت باید پدې برخه کې کار وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې دامهال افغانستان کې په پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، نورستاني، پشهيي، پاميري، بلوچي، براهوي، قرغزي، ګواري، ګوجري، اومري او ساوجي ژبې خبرې کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام