Asset 1SWN

نن د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده

News5

د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هر کال د مې میاشتې ۲۹مه «غبرګولي نهمه» د پښتو ژبې نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

ګڼ‌شمېر فرهنګ‌پالو او پښتنو پر ټولنیزو رسنیو د «پښتو ژبې نړیوالې ورځې» مبارکي لیکلي او د یادې ژبې د ودې او پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تېر کلونه به د حکومت په کچه د پښتو ژبې د ورځې نمانځنې په تړاو غونډې جوړېدې، خو سږکال یې تر دې مهاله د نمانځ‌غونډې په اړه څه نه دي ویل شوي.

پښتو چې د لرغونو اريايي ژبو یوه خپلواکه ژبه ده چې په دې وروستیو کلونو کې پر کتابونو سربېره ټکنالوژۍ ته هم ورګډه شوې، خو د ژب‌پوهانو په اند لا هم ډېر کار ته اړتیا لري.

پښتو ژبه د نړۍ له ویښو او پرمختیايي ژبو له ډلې شمېرل کېږي او ورځ تر بلې د پرمختګ پر لوري درومي چې وروستیو کې د پښتنو ځوانانو، ښوونکو او فرهنګ‌پالو هڅې هم د ستایلو دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یو‌شمېر بنسټونو د معلوماتو له مخې، دا مهال څه باندې ۸۰میلیونه وګړي پر پښتو ژبه خبرې کوي چې پر افغانستان سربېره پاکستان، هند او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام