Asset 1SWN

کندهار کې خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه چک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل کړې

کندهار

د کندهار د ښکته شاولي کوټ ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت دغه ولسوالي کې د اوبو د یوه چک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل کړې.

د یادې ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالسلام، سلام‌وطندار ته وايي چې دغه چکډېم د شاولي کوټ د لوړسوزني په تنګي کلي کې د اوبو زېرمه کولو لپاره جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد چکډېم شپږ متره پنلوالی، څلور مټره لوړوالی او ۱۵ مټره اوږدوالی لري. دغه چک‌ډېم د سېلاب اوبو د زیانونو مخنیوي او وچکالي کمولو په موخه رغول کېږي.

که څه هم د دغه چک‌ډېم د جوړېدو لګښت نه‌دی ښودل شوی، خو د سیمې خلک او چارواکي وايي چې د چک‌ډېم له جوړېدو وروسته به یې ټوله‌ییز لګښت په ډاګه کړي.

د کندهار کرنې ریاست ویاند ننګیالی سمون دغه چاره د وچکالي مخنیوي او د سېلایونو زیانونو کمولو کې مهم بولي او د یاد کلي اوسېدونکو څخه یې مننه وکړه چې د حکومت پرمختیایي پروژو کي مرسته کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کندهار کرنې ریاست ویاند ننګیالی سمون زیاته کړه چې یاد چکډېم پر جوړېدو سره به د دې سیمې د باران اوبه چي مخکې بې‌ځایه بهېدې، ذخیره به شي او ورسره به تر ځمکې لاندې د اوبو کچه هم لوړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام