Asset 1SWN

نورستان کې غر ښوویېدنه؛ یوازې نن لس جسدونه رااېستل شوي

نورستان

د غربي  نورستان  اړوند نورګرام ولسوالي تتین درې په نکره کلي کې د تېرې دوشنبې شپې د غر ښوویېدنې له امله تراوسه ۲۳جسدونه له خاورو او ډبرو رااېستل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا، لاهم څلور جسدونه تر تیږو لاندې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست رییس سمیع‌الحق حق‌بیان وایي چې د راایستل شویو جسدونو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې په راایستل شویو جسدونو کې دوه یې د بلې سیمې مېلمانه او پاتې ۲۱کسان د همدې کلي اوسېدونکي دي.

د حق‌بیان په خبره چې یادې سیمې ته د مشینري لېږد، ستونزمن دی، ځکه نن درېیمه ورځ هم څلور جسدونه تر تیږو لاندې بند پاتې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یاده دې وي چې د پیښې په لومړۍ ورځ پنځه جسدونه او دوه ټپیان، دویمه ورځ اته جسدونه او نن درېیمه ورځ بیا تر دامهاله لس جسدونه راایستل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام