نورستان کې غر ښوویېدنه؛ تراوسه ۱۳جسدونه رااېستل شوي

د نورستان د نورګرام په «تتین دره» کې د «وړمې شپې» د غر ښوویېدنې له امله د یوشمېر هغو کسانو جسدونه رااېستل شوي چې تر خاورو لاندې وو.

سیمه کې ځايي مسوولان وايي، تېره ورځ یې ۱۲ او «نن سه‌شنبه کب لومړۍ» سهار یې یو جسد رااېستلی او د پاتې نورو جسدونو د ایستلو هڅې روانې دي.

پکتیکا کې له غره څخه پر یوه کور ډبرې ښوویېدو یو ماشوم مړ کړی

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله له غره څخه پر یوه کور د ډبرې ښووېدو له کبله یو ماشوم مړ او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس منصور حماس وايي چې پېښه د یاد ولایت د برمل ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.