Asset 1SWN

د نورستان اوسېدونکي: د درملو او ډاکټرانو نشتون له امله عادي ناروغان نورو ولايتونو ته وړو 

IMG-20230611-WA0001

د نورستان د لوېديځ ولسواليو يوشمېر اوسېدونکي وايي، دغه ولسواليو کې روغتیايي خدمات په نشت حساب دي چې خلک یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د دواب، منډول او نورګرام ولسوالیو اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې سیمو کې یې کلینیکونه شته، خو د درملو او مسلکي ډاکټرانو نه‌شتون په دلیل، ان د ډېرو عادي ناروغیو درملنه هم په کې نه کېږي.
د دوی په خبره، ډېری وخت خپل عادي ناروغان لغمان او یا هم ننګرهار ته د درملنې لپاره وړي.
د لوېديځ نورستان اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې ژر تر ژره یې دغه ستونزه په اساسي ډول حل کړي.
د نورستان يوه اوسېدونکي انور وویل: «دا چې نورستان یو غرنی ولایت دی، نو دلته ډاکټران نشته او په کلينيکونو کې هم دوا نه پیدا کېږي، اکثره وخت موږ خپل ناروغان ننګرهار یا لغمان ته د درملنې لپاره وړو. له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د خلکو دې ستونزې ته اساسي حل پیدا کړي.»
د نورستان د يادو ولسواليو اوسېدونکي زیاتوي چې د روغتیايي برخې سربېره، د ژوند له نورو لومړنیو اسانتیاوو هم بې‌برخې دي.


بل خوا د نورستان د عامې روغتیا رييس نقیب لله نوري سره له دې چې وايي، د خلکو غوښتنو او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کړې، خو زیاتوي چې د دغه ولایت جغرافیوي وضعیت پېچلی دی او له امله يې ځینو برخو کې ورته ستونزې پېښېږي.
نوموړي وويل: «د نورستان جغرافیوي وضعیت ډېر پیچلی دی، نفوس یې تت او پرک دی، موږ دا ستونزه له عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې، دوی هم د کلنکیونو په برخه کې ارتقاع راکړې، موږ د خپل توان په اندازه د غربي نورستان روغتیايي برخو ته زیاته پاملرنه کړې.»
د یادونې وړ ده چې نه یوازې لوېديځ نورستان؛ بلکې د ختیځ زون د ټولو ولایتونو لرې پرتو سیمو کې خلک د روغتیايي په برخه کې ګڼو ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام