Asset 1SWN

بې پولې ډاکټران: د افغانستان د لرو سيمو خلک دولتي روغتونونو ته لاسرسی نه‌لري 

images

د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي چې د افغانستان د لرو پرتو سیمو خلک دولتي روغتونونو ته لاسرسی نه لري او د يادو سيمو اوسېدونکي د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خصوصي روغتونونو کې مراجعه وکړي.

د یوشمېر ولایتونو د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي هم شکایت کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له همدې امله ډېری ښځې د زېږون پر مهال له خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تخار د خواجه غار ولسوالي د هزارباغ سیمې اوسېدونکی سربلند وايي:«موږ د ناروغانو د لېږدولو لپاره موټر او پيسې نه لرو، يوشمېر ناروغان مو د تالقان ښار په لاره کې مړه شول، موږ له بېلابېلو ستونزو سره مخ يو. کلينيک راڅخه لرې دی او ناروغان مو لاره کې مړه کېږي.»

په ورته مهال د فاریاب پښتون کوټ ولسوالي اوسېدونکی نجیب الله وايي چې په دې ولسوالي کې هېڅ روغتیايي مرکز شتون نه لري. هغه زیاته کړه چې دې ولسوالي او کليو کې يې د زېږون پر مهال مېرمنو ته روغتيايي خدمتونه نشته او له همدې د مور او ماشوم مړينه لوړه ده.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي چې یاد وزارت هڅه کوي، ۵۰۰ روغتیايي مرکزونه هغو لرو پرتو سیمو کې جوړ کړي چې خلک ورته لاسرسی نه لري.

نوموړي زياته کړه چې د اسلامي امارت په راتلو سره ۱۵۰ روغتيايي مرکزونه په هغو سيمو کې جوړ شوي چې مخکې يې خلک ترې محروم وو.

د عامې روغتيا وزارت د وياند په وينا، دغه وزارت په پام کې لري چې راتلونکی کال د هېواد په لرو پرتو سيمو کې چې خلک يې له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي، ۵۰۰ نور روغتيايي مرکزونه هم جوړ کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې ډېر شمېر هېوادوال وړیا روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي او بېوزلۍ له امله نه شي کولای روغتونونو کې درملنه وکړي او له همدې کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام