Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د «مجاهد» په نوم موزیم پرانېستل شو

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰-۰--

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د «مجاهد» په نوم ملي موزیم پرانېستل شو چې تراوسه ورته په لسګونو لرغوني او پوځي توکي راټول شوي دي.

 د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبيب‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل: «یاد موزیم چې په دا وروستیو کې د دوی له لوري جوړ شوی، په وینا یې دوه برخې لري، یوه برخه کې یې لرغوني آثار ساتل کېږي چې سلګونه کاله تاریخې مخینه ولري او دویمه برخه یې پوځي توکو ته ځانګړې شوې چې د جکړو پرمهال له امریکايانو د غنیمت په ډول نیول شوي وي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دی وایې، دغه موزیم د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شوی او په خپلو کورونو کې ساتلي لرغوني توکي د لرغوني فرهنګي میراث خوندیتوب په موخه ملي موزیم ته سپاري چې تراوسه ورته تر سل قلمه زیات لرغوني توکي راوړل شوي دي.

مجاهد زیاتوي چې همدا تېره اوونۍ هم د کابل، پروان او میدان‌وردګ ولایتونو پنځو اوسېدونکو پنځه قلمه لرغوني توکي چې د سپینو زرو ښکران، د زنګ‌وهلو اله، د غوړیو جوشولو کټو، شمعه دانۍ او د میسو قاب چې سلګونه کاله تاریخې مخیني لري ملي موزیم ته وسپارل.

د نوموړي په وینا، د موزیم په لرغونو توکو کې د اوربلولو توکي، پخوانۍ کټوې، قابونه، د سپینو زرو سیکې، غمي، میسي لوښې، خلکو ته له نیکونو ورپاتې د انګریزانو د یرغل د وخت وسلې او نور موجود دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د میدان‌وردګ اوسېدونکي هم خوښ دي چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د لرغونو اثارو او پوځي توکو موزیم جوړ شو، خو غوښتنه کوي چې دغه موزیم څخه د لیدنې لپاره دې ولس ته اسانتیاوې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام