Asset 1SWN

د لوګر موزیم کې د لرغونو اثارو د ترمیم چارې پيل شوې

55555555

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایی، د هېواد ملي موزیم څخه یوشمېر لرغون پوهان راغلي او دغلته یې د پخوانیو لرغونو اثارو د ترمیم چارې پيل کړي دي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو‌شمېر لرغون‌پوهانو ته دنده سپارلې، څو د یاد ولایت محلي موزیم لسګونه قلمه ویجاړ شوي لرغونې اثار ترمیم او ثبت کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صمیم زیاته کړه، تراوسه د ملي موزیم مسلکي لرغون‌پوهانو له ۲۰زیاتو لرغونو اثارو د ترمیم چارې پيل کړي او په پام کې ده چې دغه لرغونې اثار چې شمېر یې لسګونه قلمو ته رسېږي، ترمیم کړي.

بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د موزیم مدیر محمدامین ناصري سلام وطندار ته وویل، د لوګر په محلي موزیم کې ۵۰ قلمه لرغوني اثار او ۸۰قلمه لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه وویل: «د دغه ولایت له محلي موزیم څخه هره ورځ شاوخوا ۲۰ کسان لیدنه کوي او له هیوادوالو مو هېله دا ده چې د لوګر محلي موزیم بډایه کېدو برخه کې همکاري وکړي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي موزیم مدیر محمدسالم رحماني وویل، « د لوګر سیمه ئیز موزیم کې  د مختلفو دورو (کوشاني، دویم میلادي پیړۍ، اسلامي، اتنو ګرافي او د معاصرې دورې تاریخي اثار موجود دي، چې یاد اثارو کې سفالي (ټیکر)، سنګي( تیږې) او فلزي اثارو شتون لري، چې اکثره يې تر پاک کارۍ او ترمیم لاندې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادولو وړ ده چې د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په محمداغې ولسوالي کې پر ۴۰جریبه ځمکه کې د عینکو کان لرغونو اثارو خوندي ساتلو لپاره موزیم جوړوي چې کارونه یې ۴۰ سلنه بشپړ شوې او پاتې کارونه به یې په راتلوونکې کال کې بشپړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام