Asset 1SWN

غزني کې د نیالګیو پلورونکي: د پلور کچه مو څلور برابره لوړه شوې

نیالګي

غزني کې د نیالګیو پلورونکي وايي چې تېر ژمي او روانو اروښتونو ته په پام یې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د نیالګیو پلور کچه څلور برابره لوړه شوې.

د دوی په وینا، دغه ولایت اورښتونو کروندګر او خلک د چکالي ختمېدو ته هیله‌مند کړي چې له امله یې، خلکو او کروندګرو د نیالګیو کېنولو او کښتونو ته مخه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۵۵کلن فیروز چې غزني ښار کې نیالګي پلوري، وايي، د تېر ژمي پرمهال دغه ولايت کې د اورښتونو د زياتوالي له امله د دوى د نيالګيو پلور څلور برابره شوی.

هغه وویل: «د تېرکال په پرتله سږکال د پلور کچه څلور برابره شوې. دوه کاله وچکالي وه، نیالګي دوه کلن او درې کلن شول او خلکو اور ورواچو، خو سودا نه‌شول. سږکال بیخي نه‌پیدا کېږي، له هر ځای یې چې راوړي، نه بس کېږي.»

د نوموړي په وینا، د غزني ولسواليو او د دغه ولایت په څنګ‌ لوریو ولايتونو کې هم د نيالګيو اخيستو او د باغونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوي.

هغه وویل: «سږکال هر یو دوه تر درې سوه نیالګي اخلي. سږکال یې پلور ښه دی. خلک یې زیات وړي. هر کال موږ یو موټر ناجو ونې راوړو، سږکال دا څلورم موټر دی. یوه هم نه‌پیدا کېږي.»

غزني کې د يوه کرنيز شرکت مشر روزي خان وايي، د دغه ولايت کروندګر او بڼوال پرله‌پسې وچکالي تجربه کړې او په وینا یې، اوس د وروستیو بارانونو او د پسرلي موسم په رارسېدو سره د نیالګیو کېنولو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې.

هغه وویل: «دې وروستیو کې چې واوره او بارانونه لږ ډېر شوي، کروندګرو ته یې هیله‌مندي زیاته کړې. کروندګر د نیالګیو ډېره تقاضا کوي. لامل یې هم دا دی چې واوره او بارانونه ډېر شوي دي.»

د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان هم دغه ولایت کې د تېرو څو کلونو وچکالي د له‌منځه تلو ته هیله‌مند دي او د غزني له اوسېدونکو غوښتنه کوي چې د خپلو کورنیو د اقتصادي ودې او د ټولنې زرغونتیا لپاره نیالګي کېنوي.

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمدادریس حنیف سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ غوښتنه دغه ده چې تول هېواد‌وال دې د هېواد د سرسبزۍ لپاره د شنه‌کولو لپاره، زموږ سره لاس په لاس کې ورکري. موږ همکاري درسره کوو. نهالان دې کېږدي، وطن دې شین کړي. دا وطن به وي او موږ به یوو. بل څوک نه‌راته جوړوي. موږ توقع دا ده چې دا وطن جوړ شي، په خپله به یې جوړوو او د ولس هم توقع دا ده چې کوښښ وکړي او سرسبزۍ وکړي.»

د کرنې برخې یوشمېر کارپوهان وايي، سرپرست حکومت او همکارې موسسې باید د کروندګرو او باغدارانو د هڅونې لپاره لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

څو ورځې وړاندې د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست او بيا د دغه ولایت د ښاروالۍ له‌خوا د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو چې په کې به د غزني له مرکز او ولسوالیو څخه څه باندې یو نیم میلیون مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام