د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل کړی دی. د چارواکو په وینا، د نیالګیو کینولو دغه کمپاین چې «سهشنبه، وري اوومه» د پکتیا پوهنتون په انګړ کې پیل شو، د یاد ولایت نوروځایونو ته به هم وغځول شي.
د یاد کمپاین د پیل مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرووف سعید وویل چې سږکال به د کرنې ریاست له نورو دولتي ادارو او د موسسو سره په ګډه دغه ولایت کې څه باندې دوه سوه زره مېوهلرونکي او بې مېوې نیالګي کینوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وويل: «سږکال به په ټوله پکتيا کې څه باندې دوه سوه زره نيالګي د موسسو په همکاري کينول شي.په دې کې ميوه لرونکي او بې ميوې دواړه شامل دي.»
په ورته وخت کې د پکتیا مرستیال والي انعامالله صلاحالدین د نیالګیو کینولو کمپاین کې بیا له خلکو وغوښتل چې د نیالګیو ساتنې او پالنې برخه کې دې له اړوند ادارو سره همکاري وکړي.
د نوموړي په وینا، د نیالګیو له کینولو وروسته یې اوبه کول، د دولتي ادارو پر غاړه دي، خو له خلکو هم غواړي چې د څارویو او نیالګیو د ماتولو او لهمنځه تلو مخه ونیسي.
د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي د نیالګیو کینولو کمپاین ته خوښ دي، خو وایي، حکومتي مسوولان دې د نیالګیو ساتنې او پالنې ته هم منظم سېسټم برابر کړي.
د مرکز ګردېز یوه اوسېدونکي ډاکتر انځرګل امینزي وویل، هر کال پکتیا کې په عامه ځایونو کې زرګونه نیالګي کینول کېږي چې ډېر یې د نهپاملرنې له امله بېرته وچیږي.
نوموړي وویل: «هر کال پکتيا کې په عامه ځايونو کې نيالګيو کينولو کمپاين ترسره کيږي خو بدبختانه زيات يې بيرته وچيږي. زموږ غوښتنه دا ده چې د نيالګيو کينولو ترڅنګ دې اوبه کولو او ساتنې ته پاملرنه وشي.»
د پکتیا د کرنې ریاست مسوولانو دا هم وويل چې سږ کال به سيدکرم او احمدابا ولسواليو کې هغه ځنګلونه هم بېرته احيا کړي کوم چې د تېرو کلونو کې لهمنځه تللي و.