Asset 1SWN

رونالډو درېوو ورځو کې خپل دویم هټرېک وکړ

abha-club-v-al-nassr-saudi-pro-league-1

د عربستان فوټبال غوره لیګ د النصر لوبډلې پیاوړي لوبغاړي کرېسټیانو رونالډو بېګاه شپه په دغه لیګ کې د ابها لوبډلې پر وړاندې هټرېک وکړ.

دا په روان لیګ کې د شاوخوا ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې د رونالډو دویم هټرېک و. دا په روان لیګ کې د شاوخوا ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې د رونالډو دویم هټرېک و. د هغه لوبې په ۱۱مه، ۲۱ او ۴۲مه دقیقو کې ګولونه ووهل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رونالډو د روانې اوونۍ د یکشنبې لوبه کې هم د ال‌ټای لوبډلې پر وړاندې هټرېک وکړ او دا لوبډله یې ۵-۱ په پایلې سره له ماتې سره مخ کړه.

رونالډو دا مهال د سعودي عربستان فوټبال پرو لیګ کې ۲۹ ګلونه وهلي او تر نورو مخکښ دی.

النصر لوبډلې یاده لوبه کې د رونالډو د درېوو ګلونو او دوو پاسونو پر مټ ابها لوبډلې ته ۸-۱ ماته ورکړه.

د پرتګال فوټبال ملي لوبډلې نړیوال ستوري کرېسټیانو رونالډو چې پنځه ځله یې د سرو زرو توپ ګټلی د یادې لوبې لومړۍ نیمايي، کې درې ګلونه ووهل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سعودي عربستان د فوټبال پرو لیګ کې النصر لوبډله له خپل سیال الحلال وروسته د جدول په دویم ځای کې شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام