مجاهد: دولتي کارکوونکي به پر خپل وخت معاشونه ترلاسه کوي
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین ذبیحالله مجاهد نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې له دې وروسته به له کوم خنډ او ځنډ پرته ټولو دولتي کارکوونکو ته هره میاشت پر خپل وخت معاشونه ورکول کېږي.