د ترکمنستان او افغان چارواکو لیدنې؛ د ټاپي پروژې چارې به ژر پیل شي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف چې نن کابل ته راغلی، د افغانستان له رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخوند او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په یادو ناستو کې د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسایلو ترڅنګ، پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.

شنونکي: نړیوالې مرستې په افغانستان کې د ناورین مخه نه‌شي نیولی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په راتلونکي ژمي کې د بې‌ځایه شویو، بې‌وزله او ناورین ځپلو کسانو له ناوړه وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له جي۲۰ هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي او د بشري مرستو د ورکړې په اړه دې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي.

د ګردېز ښاروالي د تېرو درېوو کلونو عواید را ټولوي

په پکتيا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان غواړي چې د تېرو درېوو کلونو د پاکوالي، د ښاروالي د سړکونو حق‌العبور او جوازونو پيسې را ټولې کړي.
دوی وايي، په تېرو درېوو کلونو کې د عوايدو ټولولو ته پام نه‌ دی شوی او اوس غواړي چې له هټۍ‌والو، د غرفو، هوټلونو او مارکېټونو له مالکانو څخه عوايد را ټول کړي. د ګردېز سرپرست ښاروال مولوي شريف‌الله الهام وايي، ټولو هټۍ‌والو او د مارکېټونو مالکانو ته يې خبر ورکړی چې د ښاروالۍ عواید ورکړي.

طالبانو کابل کې د لوږې له امله د ۸ ماشومانو مړینه «پروپاګند» بللی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق د کابل په لوېدیځ کې د لوږې له امله د یوې کورنۍ د ۸ ماشومانو مړینه رد کړې او هغه یې د نظام پر وړاندې «پروپاګند» بللی دی. وثیق ویلي، د دشت برچي اړوند «اتفاق ښارګوټي» ټولې هغه سیمې یې لټولي چې ویل کېده په دغه سیمه کې د لوږې له امله اته ماشومان مړه شوي، خو چا په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.