د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په کابل او هرات کې د دوی پر کونسلګرۍ او سفارت د اعتراضونو پرمهال د شویو بریدونو په غبرګون کې یې تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سوېلي اسیا لپاره د دغه وزارت عمومي رییس د سیاسي استازولیو د امنیت خوندیتوب ترڅنګ افغانستان کې د ایران پر سیاسي استازولیو برید کوونکو سره د قانوني چلن غوښتنه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سوېلي اسیا د چارو لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییس د افغانستان د سفارت سرپرست ته دا هم ویلي چې افغانستان کې د دغه هېواد کونسلګري او سیاسي استازولي تر بلې خبرتیا پورې تړلې دي.

پرون د افغانستان په یو‌شمېر ولایتونو کې ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو او عامو خلکو د زورونې او تاوتریخوالي په اړه د خپرو شویو ویډګانو په غبرګون کې ایران سفارت او کونسلګري مخته اعتراضیه لاریون وکړ.

په دغو اعتراضونو کې هرات کې د ایران کونسلګري دروازې ته اور واچول شو او پر ودانۍ یې د تیکو ګوزارونه وشول.

له دې وړاندې هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغو اعتراضونو په غبرګون کې افغانستان کې د خپل سفارت او سیاسي استازولیو د امنیت د تضمین غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ډيپلوماتیکو ځایونو د امنیت ټينګښت او ساتنه د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي.

په دې وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو یوشمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې ښکاري ایران کې افغان کډوالو سره زور زیاتی کېږي او د ایراني ځواکونو او عامو خلکو له لوري وهل او ټکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د ایران حکومت دغه ویډیوګانې دروغ بللي او ویلي یې دي چې دغه ویډیوګانې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره پلان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام