د افغانستان بانک د پخوانیو وزیرانو، سیاسي مشرانو او نورو چارواکو بانکي اکونټونه تړي

په افغانستان بانک کې یوې سرچینې د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې ټولو دولتي او خصوصي بانکونو ته امر شوی چې د پخوانیو وزیرانو، معینانو، سیاسي مشرانو او ټولو لوړپوړو چارواکو بانکي حسابونه دې وتړي. سرچینه وايي چې په دې اړه به نن رسمي اعلامیه هم خپره شي.

طالبان: د امریکا په تور نوملړ کې د حقاني کورنۍ د غړیو موجودیت د دوحې هوکړه‌لیک نقض دی

طالبانو د امریکا په تور نوملړ کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني او د هغه د کورنۍ د غړیو موجودیت په غبرګون کې ویلي چې دغه کار د دوحې هوکړه‌لیک نقض دی. په هغې خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد خپره کړې، لیکل شوي چې د امریکا دا پرېکړه د دوحې هوکړه‌لیک نقض دی او د هېڅ لوري په ګټه هم نه دی.

چین د طالبانو له لوري د لنډمهالي حکومت جوړېدو هرکلی کړی

چین په کابل کې د طالبانو له لوري د لنډمهالي حکومت جوړېدو هرکلی کړی او د ۳۱ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې ژمنه یې کړې ده. طالبان د زمري میاشتې په څلېرویشتمه نېټه کابل ته راغلل او د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ یې د پنجشېر له نیولو وروسته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.