په افغانستان بانک کې یوې سرچینې د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې ټولو دولتي او خصوصي بانکونو ته امر شوی چې د پخوانیو وزیرانو، معینانو، سیاسي مشرانو او ټولو لوړپوړو چارواکو بانکي حسابونه دې وتړي. سرچینه وايي چې په دې اړه به نن رسمي اعلامیه هم خپره شي.

په همدې حال کی د چارو شنونکي د طالبانو دغه کار ښه او پر ځای بولي. د سیاسی چارو شنونکی نورشاه نوراني د اسلامي امارت له لوري د پخوانیو چارواکو او سیاسي مشرانو د بانکي حسابونو د تړل کېدو هرکلی کوي او وايي، په تېر نظام کې داسې چارواکي وو چې ملي شتمنۍ یې چور کړي او د فساد له لارې یې ډېرې پیسې ترلاسه کړې او باید حساب ورسره وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو یو بل شنونکی فضل‌الرحمان اوریا هم دغه کار ښه ګام بولي او وایي، ځینو چارواکو او سیاستوالو په تېرو شلو کلونو کې له افغان ولس سره شوې بهرنۍ مرستې چور کړي چې ډېره برخه یې له هېواده بهر ساتلې دي.

د نوموړي په وینا، دا د غلا، فساد او چور پیسې که هغه له افغان ولس او یا له امریکا او نورو بهرنیانو څخه غلا شوي، باید بېرته ترې واخیستل شي.

د افغانستان بانک داسې مهال د پخوانیو چارواکو او سیاستوالو د بانکي حسابونو د تړل کېدو پرېکړه کوي چې تر دې وړاندې په وار وار د کورنیو او بهرنیو سرچینو او بنسټونو په دې برخه کې د فساد او غلا په اړه داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ان د ځینو پخوانیو جهادي مشرانو او لوړپوړو دولتي مشرانو نومونه هم په‌کې یاد شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام