Asset 1SWN

سریلانکا له افغانستان څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

361218

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې څخه د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ وګټله.

افغانستان د یادې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړې وه، خو په وروستیو دوو سیالیو کې بیا سریلانکا د ښکلو لوبو پرمټ افغانستان ته ماته ورکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لوبډله په وروستۍ او درېیمه لوبه کې د سریلانکا د توپ‌اچوونکو پر وړاندې په بشپړه توګه پاتې راغله او ټولې لوبډلې د ۲۲.۲ اورونو په لوبولو سره ۱۱۶ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې دغه هدف د یوه لوبغاړي په سوځېدو په ۱۶ اورونو کې ترلاسه کړ او ورسره یې د درېوو سیالیو لوبلړۍ هم وګټله.

د سریلانکا لپاره په توپوهنه کې ډیموټ کرونا‌رتني ناسوځېدلې ۵۶ او پاتوم نېسنکا ۵۱ منډې جوړې کړې. د سریلانکا توپ‌اچوونکو هم ښکلې لوبه وکړه چې ډېشمونتا چمیرا څلور او وننډو هسرنګا بیا د ۷ منډو په بدل کې درې وېکټې ترلاسه کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یوه لوبغاړي هم له ۲۳ منډې زیاتې منډې جوړې نه کړې. محمدنبي تر ټولو زیاتې ۲۳، ابراهیم ځدراڼ ۲۲ او ګلبدین نایب بیا ۲۰ منډې جوړې کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام