Asset 1SWN

نیوزیلنډ له سریلانکا د شل اووره سیالیو لوبلړۍ وګټله

433

د نیوزیلنډ په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له سریلانکا څخه د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ وګټله.

په دغه لوبه کې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سریلانکا لپاره په توپوهنه کې کوشال منډېس ۷۳ او کوشال پرېرا تر ټولو زیاتې ۳۳ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د وروستي اوور په پنځم بال ترلاسه او بریا یې خپله کړه.  ټېم سایفرټ ۸۸ او ټام لېټم ۳۱ منډې وکړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډله به له دې وروسته پاکستان ته سفر کوي او د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې به روانه اپرېل میاشت کې د شل اووره او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام